کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کی ۴۹۰ تنه وسله والو وژل شوی

16 ثور 1397 ساعت 6:30

ویلکږی، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال ۸۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن ورځ نه خپره شویی خبرپانه که ویلی،  چې افغان امنیتی ځواکونو په تېره یوه اوونۍ د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۱۱۷ ګډ عملیات د وسله والو پر ضد تر سره کړي دي.
په خبر پانه ویلی دی، چې یاد عملیات په ۱۴ ولایتونو، میدان وردګ، لوګر، غزني زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، فراه، هرات، ننګرهار، فاریاب، جوزجان، تخار او بدخشان ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچینو زیاتوی، چې په دغه عملیاتو کې د ځینو قوماندانانو په ګډون ۴۹۰ تنه وسله وال وژل شوي، ۳۲۰ تنه ټپیان او ۴۱ تنه نیول شوي دي.

په خبر پانه کی ویل شوی،  د وسله والو مخالفینو ۲۷ میله وسلې، ۳۴ کړۍ ماینونه او یوه اندازه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
 خو تر اوسه ددولت مخالفانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 163095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163095/په-هیواد-کی-۴۹۰-تنه-وسله-والو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com