دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۳۲
د مطلب کود : 163096
ملی امنیت ځواکونو د طالبانو پاکستاني غړی نیولی
ویلکږی، افغان ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو هغه پاکستانۍ غړی نیولی دی، چې غوښتل یې دغه ډلې ته ولسې ولېږدوي.

‎ د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی ، د ملي امنیت ریاست نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې یاد پاکستانۍ وګړی په پکتیکا ولایت کې نیول شوی دی.
سرچنیو زیاتوی، د سراج الدین په نوم پاکستانۍ وګړۍ، چې طالبانو ته یې د وسلو او مهماتو د لېږد دنده په غاړه لرله له یو شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوی دي.
سرچنو وایی، یاد نیول شوي پاکستان په یوه ډینا موټر کې ۱۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۶۹ میله تومانچې، ۳ میله سنایپر، ۱۶۸ بوجۍ ډول ډول مرمۍ غوښتل چې پکتیکا ته ولېږدوي، چې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.
خبر پانه زیاتوی،  هغه پاکستاني وګړي اعتراف کړی، چې د غزني د طالبانو په لارښوونه یې غوښتل، دغه وسلې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ته د بریدونو له پاره ولېږدوي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcaoen6i49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته