دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 163111
پکتیا کې موټر بم برید د احمد اباد ولسوال په ګډون ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په سوېل ختېځ پکتیا ولایت کې د موټر برید په ترڅ کې د احمد اباد ولسوال په ګډون لږ تر لږه پنځو کسانو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا ولایت مقام د یو بیان په نشرولوسره ویلي، چې پیښه پرون مازدیګر ناوخته د ګردېز ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د برید په ترڅ کې د ولسوال حضرت محمد رودوال په ګډون درې تنه ټپيان شوي او دوه نور وژل شوي دي.
د ولایت مقام په وینا «نن مازدیګر د ګردېز-پټان پر عمومي لار د مرکز ګردېز اړوند بالادې په سیمه کې د احمد ابا ولسوالۍ پر ولسوال حضرت محمد رودوال د موټر بم چاودنه شوې، چې په نتیجه کې یې د ده یو تن ساتونکی او یو ملکي وګړی شهیدان شوي او د ولسوال په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیان وضعیت ښه دی او نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.»
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاره نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون ترڅو د خپل پسرلینو عملیاتو په لړ کې خپل بریدونو ته زور ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizpazzt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته