کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د یوې درنې چاونې مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1397 ساعت 11:16

په کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وایي، د هېواد او دفاعي ځواکونو په کابل ښار کې د یوې درنې چاودنې مخه نیولې ده.


چارواکي زیاتوي، چې د امنیتي منسوبینو د هلو ځول په ترڅ کې د کابل د قره باغ ولسوالی له مربوطاتو څخه د سړک په غاړې ځای پر ځای شوې خود سازه ماین کشف او ترلاسه شوی.
د چارواکو په وینا، دغه بم په یوه بوشکه کې ځای پر ځای و د عام وګړو د وژلو په موخه د سړک په غاړه ځای پر ځای او عیار شوی و چې د چاودنې مخکې د امنیتي منسوبینو له خوا کشف او شنډ کړای شو.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړهڅه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست تېره اوونی وویل، چې په پلازمېنه کابل ښار کې یې د خونړیو بریدونو مخه نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یو شمېر وسله وال چې غوښتل یې د کابل ښار په دوو مهمو سیمو کې ډلییز بریدونه ترسره کړي، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان غوښتل په کابل کې د غازي امان الله خان پر روغتون او د امنیتي بنسټونو اړوند پر یو بل روغتیایي مرکز بریدونه ترسره کړي.
د ملي امنیت ریاست په وینا، د بریدونود پلان په تړاو یوه اووه کسیزه ډله د ملي امنیت ریاست منسوبینو له خوا نیول شوي دي.


د مطلب کود: 163119

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163119/په-کابل-کې-د-یوې-درنې-چاونې-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com