کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روانې اونۍ په بهیر کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومان په ټول هیواد کې د پولیو په وړاندې واکسین کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1397 ساعت 13:56

دغه کمپاین په ټول هیواد کې د روان کال د غويي له ۱۷ نیټې نه تر ۲۱ پورې په پلي کیږي چې په ترڅ کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته به د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي او همداراز۵،۹ ماشومانو ته چې عمرونه یې ۲ تر ۵ پورې وي، د کولمو دچینجیو ضد ټابلیټونه هم ورکول کیږي.


  د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د عامې روغتیا او د پوهنې وزارتونه  نن په ګډه سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ  ضد  سرتاسري کمپاین پرانیست. دغه کمپاین په ټول هیواد کې د روان کال د غويي له ۱۷ نیټې نه تر ۲۱ پورې په پلي کیږي چې په ترڅ کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته  به د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي او همداراز۵،۹ ماشومانو ته چې عمرونه یې ۲ تر ۵ پورې وي، د کولمو دچینجیو ضد ټابلیټونه هم ورکول کیږي.
هغه غونډه چې په دې اړه د کابل په مرکزي دارالحفاظ کې دایره شوې وه، د افغانستان دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د دیني عالمانو، د مدارسو او ښوونځیو استادانو او شاګردانو ونډه یې د پولیو سره د مبارزې په برخه کې خورا مهمه او اړینه وبلله او ددینې عالمانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د پولیو د بشپړه له منځه وړلو په خاطر د خلکو د اذهانو د روښانولو او د عامه پوهاوي د لوړلو په برخه کې مرسته وکړي.
دعامې روغتیا وزیر وویل:  دافغانستان ماشومان ددې وړ نه دي چې د ګوزڼ ناورغۍ له امله د تل لپاره معیوب شي. دهغوی محافظت او خوندي ساتل، زمونږ ټولو ایماي او انساني مسئولیت دی. عامې روغتیا وزارت او پوهنې وزارت په ګډه سره هڅه کوي ترڅو دماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو او غوره روزلو سره، هغوی د راتلونکي لپاره د ټولنې سالم او اغیزمن وګړي ووسیږي.
د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو له نیکه مرغه د واکسین په مټ د مخنيوي او د له منځه وړلو وړ ده. په همدې خاظر د عامې روغتیا وزارت په کال کې څو وارې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه په لاره اچوي ترڅو ګلالي ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې خوندي شي او دا ناروغۍ د تل لپاره محوه شي.
په همدې حال د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال ښاغلي شفیق صمیم، د اسلامي ارشاداتو له مخې د ټولنې د وګړو  په تیره بیا د ماشومانو د سالمې روغتیا د اهمیت په باب  خبرې وکړې او څرګند یې کړ چې د یوې سوکاله ټولنې لپاره د روغمنو، مومنو او  د علم او پوهې په زیور سمبال وګړو لرل ډیر اړین دي. ناروغ او معیوب ماشومان نشي کولای چې روښانه او سوکاله راتلونکي ولري او دا د کورنیو او  اړوندو ادارو مسئولیت دی چې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو او دهغوی د ښې راتلونکي لپاره هڅې وکړي. 
همداراز په غونډه کې یو شمیر نورو ديني عالمانو، د یونیسف او  د روغتیا نړیوالې ادارې استازو هم خبرې وکړې او د پولیو د له منځه وړلو  په خاطر،  پر لازیاتو هلوځلو  او  همداشان په دې برخه د عامو وکړو په غښتلي مشارکت ټینګار وکړ. 
افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هیوادونه دي چې تراوسه هم په کې دغه ناروغۍ نه ده محوه شوې. په روان زیږدیز کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۷ مثبته پيښې رامنځته شوي دي چې څلور پيښې په کندهار کې، دوه په کنړ کې او یوه هم په ننګرهار کې ثبت شوي دي.
 


د مطلب کود: 163135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163135/د-روانې-اونۍ-په-بهیر-کې-شاوخوا-۹-میلیونه-ماشومان-ټول-هیواد-پولیو-وړاندې-واکسین-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com