دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 163140
بغلان کې وسله‌والو بهرني او افغان انجینران تښتولي
په بغلان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار لس بجې د دغه ولایت په ډنډ غوري سیمه کې یو شمیر وسله والو د بریښنا شرکت څو تنه بهرني او افغان کارکوونکي تښتولي دي.

د بغلان د ولایتي شورا وکیل فیرزوالدین ایماق وايي چې دغه هندي اتباع د بغلان د خواجه الوان په دښته کې د بریښنا سب سټیشن باندې کار کوي چې نن د کار سیمې ته د تلو پر وخت د چشمه شیر په ساحه کې وسله والو تښتولي دي.
هغه وايي چې تر اوسه معلومه نه ده چې ددغو کار کوونکیو د تښتولو علت څه شی و، او نه هم مخالفینو تر اوسه پورې په دغه اړه له چا سره کومه اړیکه نیولې ده.
ښاغلی ایماق زیاتوي "نن سهار اوه تنه کارکوونکي چې هندي دي او د پلخمري له لارې خواجه الوان ته روان وو او هلته یو سب استیشن جوړیږي چې ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا څخه تیریږي، طالبان د دوی موټر ودروي او هغوی له ځان سره بیايي".
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع امریکاغږ ته وویل چې ۶ تنه هندي اتباع د چشمه شیر په سیمه کې د مخالفینو له خوا تښتول شوي دي.
هغه زیاته کړه "څو تنه هندي کارمندان د یو استیشن د لیدلو لپاره د خواجه الوان دشتې ته تللي وو، تر اوسه مشخصه نه ده چې څو تنه یې بهرنیان دي، خو له دغو انجنیرانو څخه دوه نفره یې افغانان دي، چې د شاهین په نوم د یو طالب قوماندان له خوا تښتول شوي دي".
هغه وویل چې تر اوسه د شاهین په نامه دغه وسله وال چې هندي اتباع یې تښتولي څه نه دي ویلي او نه یې هم له چا سره اړیکه نیولې.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پلخمري نه تر خواجه الوان دښتې پورې د پنځه شمالي ولایتونو لویه لار چې ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري تر منځ تیریږي ناامنه سیمه ده، په دغه سیمه کې کله کله د دولت مخالفې وسله والې ډلې پر امنیتي پوستو او د تیلو پر ټانکرونو هم بریدونه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayen6w49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته