کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې دوه وسلوال طالبان نيول شوي

16 ثور 1397 ساعت 15:04

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د شېرزاد او نازيان ولسواليو په اړوند سیمو کې د ملي امنيت ریاست موظفينو دوه وسلوال طالبان نيولي دي.



د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ خالد نومی، چې د مولوي نورعالم تر مشرۍ لاندې يې په شېرزاد ولسوالۍ کې تخريبي هڅې تر سره کولې د يادې ولسوالۍ په ټوټو سيمه کې نيول شوی.
همدا راز نقيب الله نومی یو بل وسلوال طالب، چې په اصل کې د پکتيا ولايت اوسيدونکی دی او اوس په بټيکوټ ولسوالۍ کې ژوند کوي؛ د نازيانو ولسوالۍ په اړوږند سیمه کې ونيول شو.
نوموړي اعتراف کړی، چې د نصرت کوچي له لوري د وسلوالو طالبانو په ليکه کې جذب شوی و او اوس، چې پاکستان ته د ترايننګ او زدکړو په موخه روان و؛ ونیول شو.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د هېواد په ختیځ کې ننګرهار ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې داعش او طالبان یې په لیرې پرتو سیمو کې پراخې هڅې تر سره کوي.


د مطلب کود: 163148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163148/په-ننګرهار-کې-دوه-وسلوال-طالبان-نيول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com