کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۵۴ په سلو کې افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1397 ساعت 18:33

د مرکزي احصايي ادارې په دیارلس سوه پېنځه نوییم کال کې د افغانانو د ژوند ارزونه کړې، چې په کې په څلوردېرش ولایتونو کې له یو سل و پېنځه پنځوس زره کسانو سره خبرې شوې؛ پوهنه، روغتیا، غذايي خوندیتوب، وزګاري، کرنه او د څښاک اوبو ته د لاسرسي مسایل په دې نظر پوښتنه کې څېړل شوي دي.


د مرکزي احصايي رييس حسیب الله موحد وایي، چې په ۱۳۹۵ل. کال کې ۵۴ په سلو کې افغانان د فقر تر کرښې لاندې بلل شوي، چې په ژمي او ساړه موسم کې د فقر سلنه اووه شپېته ته رسیدلې ده. څلورڅلوېښت په سلو کې غذايي مصونیت نه درلود او څلیریشت په سلو کې وزګاره بلل شوي دي. په کار د بوختو کسانو څلورڅلوېښت اعشاریه درې په سلو کې پر کرنه بوخت او کم شمېر بیا د برښنا او ګازو په سکتور کې پر دنده اخته ښودل شوي دي.
د مرکزې احصايي د نظر پوښتنې او څېړنې پایلې ښيي، چې اته څلوېښت په سلو کې افغانان له پېنځلس کلونو کم عمر لري او اویا په سلو کې افغانان په لویو ښارونو کې اوسیږي. دغه راز څلور اعشاریه دوه په سلو کې نجونې له پېنځلس کلنۍ په کم عمر کې واده شوې دي.
د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، چې ناامنیو او سیاسي کړکېچ د خلکو اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي: سیاسي بې ثباتي، ناامني او تېرې ټاکنې د دې لامل شوې، چې پانګوال خپله پانګه وباسي؛ د افغانستان د کلیو ۸۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي. سره له دې، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې مو ۸۰ میلیارد دالر د فقر د کچې راټیټولو لپاره لګولي دي.  
اروپايي ټولنه او نړیوال بانک هم په افغانستان کې د فقر او وزګارۍ پر لوړې کچې اندېښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د نړیوال بانک مسوولین په نړیوالو غږ کوي، چې د فقر د له منځه وړلو لپاره خپلې مرستې همغږې کړي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک ريیس شبهم چودري وایي: راځئ، چې لاسونه سره ورکړو او د فقر مخه ونیسو. مونږ ته په کار ده، چې له افغان دولت سره همکاري زیاته کړو. په تېره څه باندې یوه لسیزه کې اتیا میلیارد دالر په افغانستان کې د فقر سره د مبارزې لپاره لګول شوي دي.
د طالبانو له واکمنۍ راوروسته افغانستان ته میلیاردونه دالرراغلل؛ خو مرسته شوې پیسې پر داسې پروژو ونه لګول شوې، چې په اوږد مهال کې افغانانو ته کاري زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 163162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163162/۵۴-په-سلو-کې-افغانان-د-فقر-تر-کرښې-لاندې-ژوند-تېروي

آوا
  https://www.avapress.com