دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 163165
د پستو په حاصلاتو کې د زیاتوالی په اړه د لغمان چاواکو خوشبیني
په ختېځ لغمان ولایت کې ځایي چارواکو د پستو میوو په حاصلاتو کې د زیاتوالی په اړه خوشبیني حرګنده کړې ده.
سیمه ییز چارواکي وایي، په لغمان کې د نورو میوو ترڅنګ به پسته هم په زړه پوری حاصل ورکړي.
په ورته وخت کې، د لغمان ولایت مقام وایي، د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او دغه راز د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ یوه ستره لاسته راوړنه په لغمان کې د پستو د باغونو جوړول او په دې برخه کې یوې ښې پایلې ته رسېدل دي.
سرچینه زیاتوي، چې اوسمهال په لغمان کې له دولت شاه او بادپښ ولسوالیو پرته نور په ټولو سیمو کې ۲۸۵ جریبه د پستې باغونه جوړ شوي او د ۱۳۹۶  کال راهیسې تر اوسه پورې ۷۰۰۰ بوټي پیوند شوي، چې په سږني پسرلي کې یې اکثرا بوټي په حاصل ورکولو راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کوکنارو پر ځای یې د معشیت د بدیل په توګه د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د پستو باغونو د جوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
په سوېل کندهار ولایت کې ځایي حکومتي چاواکو له دې وړاندې ویلي وو ، چې د «مرسي کور» غیر دولتي موسسې په مرسته په کندهار، ارزګان، او هلمند ولایتونو کې به د پستې ۴۵۰ باغونه جوړې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-xnzm23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته