دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 163222
یوناما د دشت ارچي هوایي برید په اړه رپوټ خپروي
په دې برید کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱ ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو، که څه هم رپوټ یادونه کوي یوناما اضافي معتبره معلومات تر لاسه کړي، چې تر دې لوړې شمیرې په ګوته کوي.
 یوناما د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په دویمه نیټه د هوایي برید په اړه په یوه نوي رپوټ کې خپلې موندنې خپروي او تصدیقوي چې په دې برید کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱ ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو، که څه هم رپوټ یادونه کوي یوناما اضافي معتبره معلومات تر لاسه کړي، چې تر دې لوړې شمیرې په ګوته کوي.
دغه رپوټ د پیښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو او روغتیایي کارکوونکو، په کندز کې له درې لویو مشورتي ټولنو سره د ۹۰ مرکو او د پیښې په ځای کې د حقیقت موندنې ماموریت د رپوټ په بنسټ چمتو شوی. د دې رپوټ یو له مهمو موندنو څخه داده ، چې حکومت په ګوته کوي په سیمه کې یې حاضر لوړ پوړي طالب مشران په نښه کړي، پر مذهبي غونډه او شاوخوا سیمو له راکټونو او درنو ماشیندارو کار اخیستی چې له امله یې ملکي وګړي، چې ډیری یې ماشومان وو مړه او ټپیان شوي.
رپوټ دا جزییات وړاندې کوي چې څه ډول یوناما ونه توانیده چې په انفرادي توګه د هر وژل شوي او ټپي ملکي وګړي حالت تصدیق کړي او نه هم ماموریت په دې موقف کې وو چې د هوایي برید پرمهال د طالبانو د مشرانو یا ډلګیو موجودیت او عمل تشخیص کړي.
یاد رپوټ دولت ته یو شمیر سپارښتنې کوي، چې په دې کې له نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره له سمون څخه یې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د پوځي پالیسیو بیا کتنه راځي څو په هر وخت کې، ملکي وګړي خوندي شي.
 
https://avapress.com/vdcb5fb85rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته