دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 163255
داخله وزیر د تورو هندارو موټرانو په مرسته د تروریستانو لیږدوونکې کسانو نوم افشا کړی یا هم استعفا ورکړی
د نمایندګانو مجلس ځینی غړۍ وایی: د داخله وزیر ددی کسانو نوم افشا کولو څخه ډډه کوی او که ددی کسانو د نومونو افشا کولو توان نه لری، باید خپل دندې څخه استعفا ورکړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ملی شورا ځینی غړۍ، د داخله چارو وزیر ویس احمد برمک څخه غوښتي دی چی ملی شورا نمایندګانو نومونه چی د هغه په وینا د تورو هندارو موټرانو څخه ملاتړ کوی، افشا کړی.
دا نمایندګان وویل چی که داخله وزیر ددی توان نه لری چی ددی کسانو نومونه افشا کړی نو خپل دندي څخه استعفا ورکړی.
عبدالرئوف ابراهیمی، د مجلس دوشنبه ورځ ناسته کې وویل: تاسو نه شی کولای ځان ځواب ویلو څخه وساتی بلکه باید شهامت او زړورتیا ولری او په شکاره توګه ووایاست چی که پارلمان مشر تور هنداری موټر درلودونکې دی او انتحاریان لیږدوی.
قدرت الله ذکی، د نمایندګانو مجلس بل غړۍ هم زیاته کړه: هرڅوک چی موټر یی تور هنداری درلودونکې دی د هغوی استخبارات افشا کړی ترڅو افغانستان خلګ څیره یی وپیژنې نه دا چی ټوله بدنامه شی.
عبدالودود پیمان، بل نماینده هم وویل: ښه وزیر هغه وزیر دی چی که مشکل ولید او داسی کسان وو چی د نظام دننه هغه کار کې دخالت کوله، راشی خلګو په وړاندی ودریږی او ووایی چی دا ډول ستونزه په هیواد کې لرو.
ویس احمد برمک، د داخله وزارت وزیر چی دوشنبه په ورځ نمایندګانو مجلس ته استجواب شوی وو، د سنا مجلس د هغه یک شنبه خبری تکرار کړ او وویل: د ملی شورا ځینی غړۍ د هغه کسانو څخه چی تور هنداری درلودونکې دی، ملاتړ کوی.
د طلوع نیوز په ګزارش سره، مخکې له دی هم څو ځلې امنیتی نهادونو مسئولین ویلی وو چی تروریستان خپل عملیاتونو کې د تورو هندارو لرونکو موټرانو څخه ګټه اخلی.
سرچینه: افغان غږ خبرګزاری(افغان غږ خبری آژانس) کابل
https://avapress.com/vdchmxnzm23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته