دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 163265
جان سپکو: بهرنۍ مرستو افغانستان کې فساد ډير کړی
د افغانستان بیا رغونې لپاره دامریکا ځانګړي څارګرې ادارې ویلي چې افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو د مرستو پیسې دغه هیواد کې فساد زیات کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څیړونکي ویلي چې افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو مرسته کیدوونکو پیسو په دغه هیواد کې فساد زیات کړې.
د فرانسې خبري آژانس سره جان سپکو په یوه مرکه کې ویلي چې له افغانستان سره د مرسته شیوی پيسو په برخه کمه څارنه کیږي.
د ښاغلي سپکو په ویناپه تیرو کلونو کې افغانستان سره په لسګونه میلیارد ډالر مرسته شوي پيسې څلور دیرشو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا حیف او میل شوي دي.
هغه همداشان ویليچې د نړیوال بانک څارنه هم په دی برخه کې د پام وړ نه وه.
خو د افغانستان حکومت بیا په تیرو کې د فساد په اړه د امریکا ځانګړې څاروونکې ادارې رپوټونه رد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqpazwt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته