دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 163270
طالبانو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ کولیان سیمه ونیوله
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان سیمې اړوند ۱۲ کلي وسلوالو طالبانو نیولي دي.
د فاریاب ولایتي شورا رییس څرګنده کړې، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د سیمه ییزو پاڅونوالو څه نا څه ۴۰ کسانو ته په دې نښته کې مرګ و ژوبله رسیدلې او یا د دولت وسلوالو مخالفینو نیولي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د یو تانک په ګډون د دغو کسانو ټول تجهیزات وسلوالو طالبانو تر لاسه کړي دي.
دغه راز یو امنیتي مسوول، چې ونه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته د کولیان سیمې سقوط تائید کړی؛ خو ویلي یې دي، چې تر دې دمه د اوښتي زیان کره شمېر څرګند شوی نه دی.  
د فاریاب ولایت ډېرې لیرې پرتې سیمې ناامنه دي او خلک د داعش او طالب پراخو هڅو اندېښمن کړي دي.  
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefx8z7jh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته