دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 163282
فاریاب، بغلان او پکتیا ولایتونو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۱۱۰ ترهګر وژل شوي، ۵۰ ټپیان او ۱۰ نور نیول شوي دي.
له یادې ډلې، د طالبانو د څلورو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۶۱ ترهګر د فاریاب په المار، پښتونکوټ، دولت آباد او غورماچ ولسوالیو، د طالبانو د ۷ سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۲۰ ترهګر د پکتیا په برمل ولسوالۍ، ۱۰ ترهګر د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ، ۶ ترهګر د غزني په اندړو ولسوالۍ، ۴ ترهګر د هرات په چشت ولسوالۍ، ۳ ترهګر د کندهار په میوند ولسوالۍ، ۳ ترهګر د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ، یو ترهګر د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ او ۲ داعشیان د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې د سه شنبې په ورځ د روان کال د غوایي په ۱۸ مه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " همدا اوس په ۱۲ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۴ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۸ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۷ هوایي بریدونه شوي دي".
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۳۶ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، لغمان، کاپیسا، غزني، لوګر ارزګان، کندهار، بادغیس، بلخ، بدخشان، فاریاب، بغلان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6xnzi23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته