کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له هرو دریو افغانانو یو تن يي کډوال ، بې ځایه شوی او یاهم هییواد ته راستون شوی د

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 ثور 1397 ساعت 16:54

دغه څرګندونې نن سه شنبه د غويي په ۱۸ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د بې ځایه کیدنې د ردیابۍ سیستم په ناسته کې خبریالانو ته وکړې .


دغه ناسته چې کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه پکې د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په همکارۍ په افغانستان کې د بې ځایه کیدنې د ردیابۍ ) DTM ) سیستم د تحقیق پایلې وړاندې شوې .
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل چې په کندز کې له هرو دوو تنو څخه یو تن ، په فراه ، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې له هرو دریو تنو څخه یوتن بې ځایه شوی او یاهم له کډوالۍ ته ستون شوی دی .
د بې ځایه کیدنې د ردیابۍ سیستم تحقیق په ۱۵ ولایتونو ، ۱۸۸ ولسوالیو او ۶۵۱۰ کلیو کې ترسره شوی او د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې معلوماتو پکې راټول شوي دي .
په دغه تحقیق کې د افغانستان  ۱۵ ولایتونو کې ۳۵۳۲۰ تنه  د کلیو او قومونو له مشرانو سره د مرکو او خبرو اترو ، په سرحدي ولایتونو کې د ثبت او راجستریشن له لارې د کډوالۍ او بې ځایه کیدنې په اړه دغه معلومات راټول شوې دي .
د کډوالو د وزیر په خبره له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۱۷۲۸۱۵۷ له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي ، ۱۸۲۱۰۱۱ تنه هیواد ته راستانه شوي او ۷۷۲۱۰۹ تنه بیا کډوال شوي دي او دا د دې ښودنه کوي چې د کډوالۍ په پرتله د راستیدنې کچه درې برابره لوړه ده .
د کډوالۍ او بې ځایه کیدنې دغې لوړې کچې ته په پام سره د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر پر ملي او نړیوالو ادارو غږ وکړ چې دې برخې ته دې پاملرنه ډیره کړي .
همدارنګه په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مشر لورانس هارټ وویل چې د بې ځایه کیدنې د ردیابۍ سیستم د بې ځایه کیدنې تحرکاتو څاري او معلومات راټولوي .
هغه وویل چې دغه سیستم د دې لامل ګرځي چې راستنیدونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته په اغیزمن ډول سره بشري او پراختیايي خدمات وړاندې شي او د ملي  او نړیوالو ادارو لخوا د پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړي .
د بې ځایه کیدنې د ردیابۍ سیستم ( DTM ) د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت لخوا پیل شوی چي په افغانستان کې د بې ځایه کیدنې تحرکات څاري او په سیستماتیک 


د مطلب کود: 163287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163287/له-هرو-دریو-افغانانو-یو-تن-يي-کډوال-بې-ځایه-شوی-او-یاهم-هییواد-ته-راستون-د

آوا
  https://www.avapress.com