دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 163293
د جګړې نوښت له طالبانو سره دی او حکومت د ناامنیو مخنیوی هم نکوي- مشرانو جرګه
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې وسلوالو طالبانو د جګړې نوښت تر لاسه کړی او حکومت د ناامنیو د مخنیوي لپاره مناسب او عملي ګامونه هم نه دي اخیستي.
افغانستان له دوه میاشتو راپدیخوا د جګړې او وژنې تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي او تاوتریخوالی د هرې ورځې په تېریدو مخ په زیاتیدو دی.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ وایي: امنیتي بنسټونه مني، چې نیمګړتیاوې لري. د جګړې نوښت د دښمن په لاس کې دی او مونږ له ځانه ساتنه کوو. ولې لوړپوړي چارواکي خلکو ته رښتیا نه وایي، ولې په امنیتي ځواکونو کې د نفوذي کسانو په اړه څه نه وایي او یوازې د خپلې چوکۍ او مقام د ساتنې لپاره خلک غولوي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: په هېواد کې پنځوس په سلو کې فقر ننګوونکی دی، خلک اړ کیږي، چې مهاجرت پیل کړي او یا له دښمنانو سره یو ځای شي. حکومت اړ دی، چې دغې ستونزې ته د حل لار ومومي.
د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وروستیو پېښو ته په نغوته کې وایي: په تېرو دوه میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ترهغې لوړ دی، چې په تېر پوره یو کال کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، له ولسمشر سره باید خبرې وشي، چې د امنیت خوندي کولو لپاره ډاډمنه پرېکړه وکړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار له حکومت څخه وغوښتل، چې د ناامنیو د مخنیوي لپاره لازمې پوځي تګلارې جوړې کړي، چې له یوې خوا خاین کسان عدالت ته وړاندې شي او له بلې خوا د ناامنیو مخه ونیول شي.
قانون جوړوونکي اندېښه ښيي، چې که افغانان د دښمن د دسیسو پر خلاف یو موټی نه شي، هېواد او خلک به مو له سختو کړاوونو سره مخ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhtevtuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته