دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 163310
د کندز هوایي برید په اړه د یوناما راپور او د ملي دفاع وزارت غبرګون
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما له خوا د کندز په هوایي برید کې د ملکي تلفاتو د راپور په اړه غبرګون وښود.
یوناما د دوشبنې په ماښام د یو راپور په نشرولو سره وویل، چې د دشت ارچي په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي، چې اکثریت یې ماشومان دي.
خو د ملي دفاع وزارت وایي، د استخباراتي او کشفي راپورونو له مخې، په دغه برید کې د طالبانو ۱۸ تنه جګپوړي ډلمشران، د طالبانو د کوټې شورا غړی د ملا بریال په ګډون، وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې ګڼ شمېر نور وسله وال هم وژل شوي دي او د طالبانو ۱۲ قوماندانانو په ګډون یو شمېر نور ټپیان دي.
ملي دفاع وزارت وایي، په دغه هوایي برید کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله په دې خاطر اوښتې ځکه وسله والو د برید په ترڅ کې له ملکیانو د سپر په توګه کار اخیستې وه.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وایي، د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د سرغړونې د اثبات په صورت کې به قانوني چلند وشي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې باور دی چې د یوناما په راپور کې له هغو کسانو معلومات اخیستل شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسیږي او د وسله والو له خوا د ناسمو معلوماتو ورکولو ته اړی شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvtevyuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته