دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 163317
په فاریاب، پکتیا او بغلان کې د تروریستانو درانه تلفات
د ملی دفاع وزارت وایی چی د امنیتی هوایی ځواکونو او کوماندو ځواکونو تعرضی عملیاتونو په ترڅ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۱۰ تروریستان وژل شوی، ۵۰ تنه ټپیان شوی او ۱۰ تنه نور نیول شوی دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د دفاع وزارت خبرپاڼې په اساس، په دی منځ کې ۶۱ تروریستان د طالبانو څلور سیمه ایز قوماندانانو په شمول د المار، پشتونکوت، دولت آباد او غورماچ فاریاب په ولسوالیو کې، ۲۰ تنه تروریستان د طالبانو اوو سیمه ایزقوماندانانو په شمول د پکتیا برمل ولسوالی، ۱۰ تنه تروریستان د تاله او برفک په ولسوالی کې، ۶ تنه تروریستان د غزنی اندر ولسوالی کې، ۴ تنه تروریستان د هرات چشت ولسوالی کی، ۳ تنه د کندهار میوند په ولسوالی کې، ۳ تنه تروریستان د ارزګان چنارتو ولسوالی کې، ۲ تنه داعش تروریستان د جوزجان درزاب ولسوالی کې او یو تروریست د کاپیسا تګاب ولسوالی کې وژل شوی دی.
محمد رادمنش؛ د ملی دفاع وزارت ویاند په دی اړه وویل چی همدا اوس ۱۴ تعرضی عملیاتونه د دفاعی ځواکونو او امنیتی ځواکونو له لوری په ۱۲ ولایتونو کې جریان لری، د کوماندو ځواکونه ۶۸ عملیاتونه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ځینو ولایتونو کې ترسره کړی دی او ۷ هوایی ضربه د تروریستانو له منځه وړلو په مقصد ترسره شوی دی.
په همدی حال کې، د هغه په وینا، ملی اردو انجنیری ټیمونه په یو شپه او ورځ کې ۳۶ حلقه ماین چی تروریستانو له لوری په بیلابیلو سیمو کې ځای پرځای شوی وو، کشف او خنثی کړی دی.
رادمنش په لغمان، کاپیسا، غزنی، لوګر، ارزګان، کندهار، بادغیس، بلخ، بدخشان، فاریاب، بغلان او هلمند ولایتونو کې د تروریستانو پرضد عملیاتونه د لاسته راوړنو ډک وبلل او وویل چی دا عملیاتونه په بریالیتوب سره جریان لری.
 
https://avapress.com/vdcgqw9quak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته