دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 163319
په کنر کې داعش د درو تنو سرونه غوڅ کړي
کنر ولایت سیمه ایز چارواکې تاییدوی چی داعش پوری اړوند تروریستان، په دی ولایت کې د درو تنو سرونه غوڅ کړي دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالغنی مصمم؛ د کنر والی ویاند و بی بی سی ته وویل چی دا پیښه د شنبه په ورځ د ثور په ۱۴ نیټه ددی ولایت چوکی ولسوالی کې رامنځته شوی دی.
هغه وایی چی د هغه درو تنو څخه یو یی ملی ځواک یو سرتیری او دوه تنه نور یی غیری نظامی کسان وو.
کنر د هیواد په ختیځ کې د ناامنو ولایتونو څخه دی. داعش تروریستان په دی ولایت کې او همدارنګه ننګرهار کې پراخ حضور لری.
تیره اونۍ هم داعش په ننګرهار ولایت کې دری وړونه د دولت سره همکاری په تور وژلی او سرونه یی ورڅخه غوڅ کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcizpaz3t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته