دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 163321
ننګرهارولایت کی ترافیکي پيښه شوي
ویل کیږی چی په ننګرهار کې یوې ترافیکې پېښې شوی چی له امله یی ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نه خپره شوې په  خبرپاڼه کی راغلی دی، یاد پېښه نن ورځ سهار شاوخوا ۷ بجې د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ د دیوال په سیمه کې رامنځ ته شوې.
سرچنیو زیاتوی، دغه ترافیکي پېښه د یوه کرولا او یو سراچه موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
په خبر پانه که ویل شوی ‎دی، کرولا ډوله موټر د تورخم او سراچه موټر د جلال اباد پر لور روان وو، چې د دېوال په سیمه کې یې ټکر کړی دی.
سرچینو وایی، په پېښه کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او درې ماشومان هم شامل دي.
د یاد وړدی، یاد پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.
https://avapress.com/vdcb5fb88rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته