کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې CTI له خوا روزل شوی نجونې کوکنارو پرضد کمپیوترې لوبه جوړه کړې

19 ثور 1397 ساعت 18:11

کمپیوتري لوبو کې اکثره لوبغاړي نارینه دي چې په ساعتونه د موټر سېالي، فوتبال یا د بلاگانو د جگړې په لوبو اخته وي، خو هرات ښار کې یو شمیر نجونې د کمپیوتري گیمونو په جوړولو بوختې دي.


په افغانستان کې د ځانمرگو بریدونو له ویرې اکثره ځوانان ترجیع ورکوي چې د ژوند له ناخوالو څخه د تېښتې او هوساینې لپاره د کمپیوتري لوبو مرکزونو ته لاړ شي.
دغه ځوانې نجونې چې د یو غیر انتفاعي ډلې، 'CODE TO INSPIRE ' یا(CTI) له خوا روزل شوي له ٢٠١٥ کال راهیسې چې دا مرکز جوړ شوی، له شلو نه ډیر کمپیوتري لوبې جوړې کړي دي.
د دغه نجونو "د اپیومو په وړاندې د مبارزې" گیم د یوه ځانگړي پیغام لپاره د رسنیو پام اړولی.
شل کلنه خاطره محمدي او ملگرو یې د اپیومو په وړاندې د مبارزې گیم په یوه میاشت کې جوړ کړ.
د دې گیم لوبغاړي باید د کوکنارو کښت، چې ورنه مخدره مواد جوړیږي په داسې حال کې له منځه یوسي او په ځای یې د زعفرانو بوټي وکړي چې له سرتیرو، ماینونو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو پټ تیر شي.
دغه نجونې د دغه کمپیوتري تفریحي او تعلیمي لوبو تر څنگ د موبایل اپلیکشنونه، مسچ ستیکرونه او د شرکتونو لپاره ویب پانې جوړې کړې دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره یو بې ساری فرصت بلل کیږي.
د (CTI) په مرکز کې اوسمهال ٩٠ نجونو ته چې عمرونه یې د ١٥ او ٢٥ کلونو ترمنځ دي د سافتویرونو او د پروگرامونو په جوړولو کې روزنه ورکوي.


د مطلب کود: 163349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163349/افغانستان-کې-cti-له-خوا-روزل-شوی-نجونې-کوکنارو-پرضد-کمپیوترې-لوبه-جوړه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com