کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسراییل رژیم لمړۍ وزیر روسیه ته تللي

20 ثور 1397 ساعت 9:08

بنیامین نتانیاهو؛ د اسرائیل رژیم لمړۍ وزیر د ترامپ تصمیم ایران اټمي موافقی څخه امریکا وتلو اعلان وروسته، مسکو ته سفر کړي او ولادیمیر پوتین د روسیه ولسمشر سره لیدنه کړي دی.



د آوا په ګزارش او بی بی سی څخه په نقل سره، د څو اخرو میاشتو په ترڅ کې ښاغلی پوتین او نتانیاهو څو ځلې د سوریه جنګ او په دی هیواد کې ایران حضور په اړه لیدنې او مباحثی ترسره کړی دی.
د اسرائیل رژیم لمړۍ وزیر مسکو ته سفر مخکې خبرنګارانو ته وویل: زموږ لیدنې هر وخت مهم دی، بالخصوص دا لیدنه.
نتانیاهو خپل ننۍ سفر کې د دوهم نړیوال جنګ کې مسکو بریالیتوب ۷۳ کلیزه کې ګډون کړي دی. هغه په مسکو کې د ښاغلی پوتین سره د رژه مراسم د مسکو په سره ډګر کې ولیدل.
د صربستان ولسمشر هم د ښاغلی پوتین د نورو میلمنو څخه وو.
روسیه خپل ننۍ مراسمو کې، خپل نظامی نوی محصولات نمایش ته کښیښوده.
روسیه ددی ترڅنګ چی د ایران سره ښه اړیکی لری او ددواړو هیوادونو سیاست په سوریه کې نږدی دی؛ خو اسرائېل سره هم ګرمي اړیکی لری.
نتانیاهو ویلی دی چی د ښاغلی پوتین سره په لیدنه کې په سوریه کې د روسیه سره نظامی همکاریو په اړه به مذاکره وکړی.
 


د مطلب کود: 163364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163364/اسراییل-رژیم-لمړۍ-وزیر-روسیه-ته-تللي

آوا
  https://www.avapress.com