کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډیورنډ کرښې ته څېرمه دولت ضد وسله والو ته درنه مرګژوبله اوښتي ده

20 ثور 1397 ساعت 9:15

پکتیا ولایت ډیورنډ کرښې ته څېرمه افغان او بهرنی ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو ته سخت مرګژوبله اوښتي ده.



د پکتیا ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سرخ ګل دره، زغنې او رویدارو په سیمو کې برون د ګډو ځواکونو د پرلپسې هوايي بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د بېلابېلو ګروپونو لږ تر لږه دوه ویشت تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له سیمې څخه د استخباراتي او نورو سرچینو څخه راغلیو مالوماتو پر اساس د وژل شويو وسله والو جسدونه په دغو سیمو کې لا تر اوسه پاتې دي او ښايي مرګ ژوبله یې تر دې هم زیاته وي.
د ولایت مقام په وینا، دغه بریدونه داسې مهال ترسره شول چې د ډیورنډ کرښې له هاغې خوا، د لوګر له ازرې او د ننګرهار له حصارک څخه راغلي د وسله والو ګروپونه د اریوب ولسوالۍ په دغو سیمو کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې وو.
ځایي چارواکي وایي، له سیمې څخه سرچینې زیاتوي چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو څو تنه مهم قومندانان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سنګیو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې څلور تنه پاکستاني طالب جنګیالي وژل شوي وو او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
 


د مطلب کود: 163366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163366/ډیورنډ-کرښې-ته-څېرمه-دولت-ضد-وسله-والو-درنه-مرګژوبله-اوښتي-ده

آوا
  https://www.avapress.com