دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 163376
په پنجشیر کې د "افغان" پر ضد مظاهره وشوه
په پنجشیر کې لسګونو کسانو په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" کلمې پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو چې اکثریت یې ځوانان وو، د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت بیرغونه لېږدول، د ولسشمر غني د "مرده باد" او "د خراسان د نوي دولت" د "زنده باد" نعرې یې وهلې. د افغانستان امنیتي ځواکونو د مظاهرې امنیت نیولی و.
په ټولنیزو رسنیو کې د دغې مظاهرې د ځینو تصویرونو او ویډیوګانو خپرولو یو لړغبرګونونه پارولي دي. ځینې دغه مظاهره د خلکو "خپل احساسات" ګڼي او ځینې نور بیا د دغه کار کار اصلي لامل "سیاسي اختلافات" او له "ملي هویت څخه انکار" ګڼي چې د دوی په خبره د "افغانستان ملي امنیت ته زیان" رسوي.
https://avapress.com/vdcbzfb80rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته