کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاله او برفک ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتی ځواکونو عملیات پېل

20 ثور 1397 ساعت 17:14

د بغلان چارواکې وایی چی امنیتی ځواکونو د تاله او برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره خپل عملیات پیل کړي دی.



د بغلان د والي ویاند ذبیح‌الله شجاع په وینا: ځمکني او هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري او هڅه کېږي چې د وسله‌والو د تېښتې لارې بندې او هغوی ته زیاته مرګ ژوبله واړوي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي، د فاریاب بل چراغ ولسوالۍ د دولت ضد وسله‌والو نه تصفیه شوې ده.
دفاع وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل بل چراغ نن سهار مهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې ده.
دا ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې د وسله‌والو طالبانو لاسو ته پریوتې وه.
د دولت وسله‌والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 163409

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163409/تاله-او-برفک-ولسوالۍ-د-بیرته-نیولو-لپاره-امنیتی-ځواکونو-عملیات-پېل

آوا
  https://www.avapress.com