دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 163409
تاله او برفک ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتی ځواکونو عملیات پېل
د بغلان چارواکې وایی چی امنیتی ځواکونو د تاله او برفک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره خپل عملیات پیل کړي دی.

د بغلان د والي ویاند ذبیح‌الله شجاع په وینا: ځمکني او هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري او هڅه کېږي چې د وسله‌والو د تېښتې لارې بندې او هغوی ته زیاته مرګ ژوبله واړوي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي، د فاریاب بل چراغ ولسوالۍ د دولت ضد وسله‌والو نه تصفیه شوې ده.
دفاع وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل بل چراغ نن سهار مهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې ده.
دا ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې د وسله‌والو طالبانو لاسو ته پریوتې وه.
د دولت وسله‌والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdciupaz3t1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته