دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 163429
کابل او اسلام آباد ترمنځ سوداګریزو اړیکو د ښه کیدو لپاره توافق
کابل او اسلام آباد په خپل منځ کې موافقه کړي چی دواړو ترمنځ سوداګریزو اړیکو په لاره کې شته خنډونه له منځه وړی او تجارتی اړیکو ته پراختیا ورکوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیالې وزیرې کاملې صدیقي په مشرۍ یو جګپوړی افغان پلاوی له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و او د دې هېواد د سوداګرۍ له وزیر او نورو چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې افغان پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر پروېز ملک سره په لیدنه کې د سوداګرو پر مخ د پرتو خنډونو او ستونزو په لېرې کولو موافقه کړې او په دې لړ کې یې ځینې پریکړې لاسلیک کړې.
له بلې خوا بیا د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دې هېواد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو په دغو لیدنو کې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او په دې لار کې یې د موجودو ننګونو د له منځه وړلو هیله ښودلې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیالې په مشرۍ دغه جګپوړی افغان پلاوی په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یو څه کړکېچنې وې چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم د پخوا په پرتله ډېره ټیټه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د تېرو کلونو په پرتله په اوسني وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي لامل، د سوداګرۍ په اړه د پاکستاني حکومت سخته تګلاره، د کابل- اسلام اباد سیاسي ستونزې او په بېلابېلو وختونو کې په دوامداره شکل د تورخم دروازې بندېدل په ګوته شوي دي.
https://avapress.com/vdcauen6o49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته