دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 163431
امریکا دفاع وزیر: طالبان نرم جنګ ته مخه کړي
د امریکا دفاع وزیر ویلی دی چی طالبان پوهیدلی دی چی نه شی کولای د ټاکنو له لاری بریالیتوب ته ورسیږی، د همدی لپاره دا ډله انتحاری بریدونو ته مخه کړي دی.

جیمز متیس ددی موضوع په بیان سره زیاته کړی چی همدا اوس طالبان یو ډول نرم جنګ ته مخه کړی او غواړی چی ددی لاری ځان پیاوړۍ شکاره کړی.
همدارنګه امریکا دفاع وزیر ویلی دی چی ناتو ائتلاف غړۍ هیوادونه بالخصوص امریکا د افغانستان امنیتی ځواکونو توان د ډیریولو لپاره، نور نظامی مشاوران به دا هیواد ته واستوی ترڅو دا ځواکونه بالخصوص د افغانستان ملی ځواک د جنګ په ډګرونو کې مشوره ورکړی.
جنرال جوزف دنفورد ویلی دی: د امریکا نظامی تګلاری په اساس د افغانستان او آسیا جنوب لپاره، سږ کال افغانستان امنیتی ځواکونه به تجهیز او زده کړي په برخه کې نور هم پیاوړۍ کړی او همدارنګه دا ځواکونه هرڅه چی ورته اړتیا ولری، هغوی اختیار کې به ورکړل شی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبان او داعش په اخیرو اونیو کې خپل بریدونه په کابل او نورو ولایتونو کې ډیر کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdss0ffyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته