کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې امنیتی ځواکونو عملیات کړي

21 ثور 1397 ساعت 17:26

کوماندو او ملی امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو په لغمان ولایت کې عملیات کړي چی په ترڅ کې یی لږ ترلږه ۱۲ تنه وسله وال وژل شوی دی.



د لغمان ولایت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې اړوند په شغالانو سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو خاص عملیات کړي، چې پینځه وسلوال مخالفین په کې وژل شوي او یو تن مشکوک یادو ځواکونو له ځانه سره ژوندی بیولی دی. په وژل شویو کې یې دوه کسان هئیتان هم شامل دي، کوم چې یادې سیمې ته د خپلو ګروپونو د موجودۍ او بررسۍ پسې تللي ول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د یو تن مشکوک په نیول کېدو سربېره د وسلوالو یو ډیپو هم له منځه وړل شوی دی چې د راکټ مرمۍ، انفجاریه مواد، ریمټونه، ۱۸ پایې ایکام مخابرې، د مخابرو دستګاوې، یو تعداد کلاشينکوفونه، ۳ موټرسایکلونه او نور چادیدونکي توکي په کې شامل ول.
د ولایت مقام په وینا، بل لور بیا د الینګار ولسوالۍ د قصبې او سلینګار په سیمو کې د افغان کومانډو ځواکونو له لوري په روانو عملیاتو کې چې نن سهار وختي پیل شوي، تر دې دمه د وسلوالو مخالفینو د یو مشهور سیمه اییز قوماندان محب الله مشهور په خیبر په شمول اووه کسه وسلوال مخالفین وژل شوي او لا هم د کومانډو ځواکونو له لوري په یادو سیمو کې عملیات جریان لري.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې په یادو دواړو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 


د مطلب کود: 163436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163436/په-لغمان-کې-امنیتی-ځواکونو-عملیات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com