دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 163450
ننګرهار کې داعشیانو خپل ۹ غړي وژلي
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې مخې د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو باغ درې سیمه کې د خپل منځې اختلافاتو په ترڅ کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او اچین ولسوالیو کې د تېرو ۱۸ ساعتونو په ترڅ کې د عملیاتو او خپل منځې نښتو په ترڅ کې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي دي .
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام وایي، د هسکه مینې ولسوالۍ په خم میرانو سیمه کې نن سهار ګډو کورنیو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوایي ځواک په مرسته د عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال وژلي،چې د اوو تنو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا عملیات وروسته له هغې په هسکه مینه ولسوالۍ کې ترسره شول،چې نن سهار وخته داعشیانو د لکړۍ په سیمه کې پر یوه پوسته برید ترسره کړل او په ترڅ کې یو سیمه ییز پولیس په شهادت ورسیدو.
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګدون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8z7jh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته