دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 163466
اسرائیل ته د ایران خبرداري
ددی وروسته چی اسرائیل په سوریه کې ایرانی ځواکونو باندی برید وکړ، ایران اسرائیل ته خبرداری ورکړی چی د اسرائیل تل ابیب او حیفا ښارونه به په توغندیو وولي.


ایران او اسرائیل دوه ورځې وروسته تر دې لفظي جګړه پیل کړه چې په سوریه کې یې توغندي سره وویشتل.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال اسرائیل ته خبرداری ورکړ که یې بیا په سوریه کې پر ایراني ځواکونو برید وکړ او دا احمقانه حرکت یې وکړ د اسرائیل تل ابیب او حیفا ښارونه به پر توغندیو وولي.
د اسرائیل دفاع وزیر بیا له خپل لورې خبرداری ورکړ او له دمشقه یې وغوښتل چې د ایران د قدس ځواکونو مشر ته، نه ووایي، افیګور لیبرمن وویل:"زه اسد ته دا پیغام لرم، ایرانیان وشړه، قاسم سلیماني ته ځواب ورکړه، هغوی مرسته نه کوي، هغوی یوازې زیان رسوي، د هغوی حضور ستونزې زېږوي او ضرر رسوي، ایران ته ځواب ورکړئ چې ښایي موږ بیا د ژوند طرحې ته دلته تغییر ورکړو."
دوې ورځې مخکې اسرائیل پر ایران تور پورې کړ چې د سوریې له خاورې یې د اسرائیل ترواک لاندې ګولان لوړې پر توغوندیو ویشتلي دي.
د دې په ځواب کې اسرائیلي الوتکو په سوریه کې پر ایراني اهدافو درنه بمباري وکړه.
اسرائیل وویل چې په سوریه کې یې د ایران نیمایي پوځي تاسیسات له منځه وړي.
https://avapress.com/vdcb0fb80rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته