دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 163500
فاریاب کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي
شل تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.

دګرزيوان ولسوال په وینا په  دې جګړه کې  چې ددغې ولسوالۍ دغريبانوپه کليو کې ونښتې چې په نتيجه کې يې  دطالبانو ديوه قوماندان ملاهاشم په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ١٢تنه نورټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه  چې ددښمن  ٢کلاشينکوفونه  هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي او دپنځو تنو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcawen6w49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته