دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 163554
امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ډلمشر او څلور وسله وال وژلي
د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو یوه قوماندان او څلور وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت هسکې مېنې او پچير اګام ولسواليو کې تېره ورځ د هوايي بريدونو پر مهال د يو قومندان په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هسکې مېنې نرۍ اوبو سيمه کې تېره ورځ د هوايي بريد په ترڅ کې د يو قومندان اسرار په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي.
د ولایت مقام په وینا، په ورته وخت کې د پچير اګام په الف خېلو سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې يو داعش وسله وال وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د داعشیانو، طالبانو او نورو وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات دوام لري.
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه هم کله نا کله د پوځي عملیاتو په ترڅ کې او د افغان ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjitevxuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته