دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۹
د مطلب کود : 163587
بیت المقدس ته د امریکا سفارت لیږد سره همزمان د ۴۶ هیوادونو لاریونونه
فلسطینی ډلو هماهنګه کوونکې په رام الله کې اعلان کړ چی سبا(دوشنبه) په ۴۶ هیوادونو کې د فلسطین څخه په ملاتړ لاریونونه ددی لپاره ترسره کیږی چی قدس ته د امریکا سفارت لیږد کم ارزښته شکاره کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عصام بکر؛ د فلسطینی ډلو هماهنګه کوونکې په رام الله کې وویل: په سلهاوو زره فلسطینیان سبا په کرانه باختری کې او نوار غزه کې لاریونونه د اسرائیل مراسمو اخلال او واشنګتن سفارت لیږد تصمیم غندلو لپاره ترسره کیږی.
قرار دی چی د دونالد ترامپ تصمیم په اساس سبا د اسرائېل رژیم جوړیدو ۷۰ کلیزی سره سم قدس ته د تل آویو څخه د واشنګتن سفارت ولیږدول شی.
ترامپ د دسامبر په شپږمه قدس د اسرائیل پلازمینې په حیث په رسمیت وپیژانده او دا سیمې ته د خپل سفارت لیږد تصمیم ونیول.
بکر په ادامه کې وویل: دا لاریونونه به په همزمان ډول په ۴۶ عربی او خارجی هیوادونو کې رامنځته شی او د اردن او لبنان مرزونو لوری ته به ادامه پیدا کړی.
هره جمعه په زرهاوو فلسطینیان په بیلابیلو سیمو کې د نوار غزه او اشغالی سیمو مرزی دیوار ته نږدی تجمع کوی او فلسطینی بی ځایه شویو بیرته ګرځیدو غوښتونکې دی.
قرار دی چی دا لاریونونه د دو شنبه او سه شنبه په ورځو چی فلسطینیانو نکبت ورځې ۷۰ کلیزه ده هم رامنځته شی.
صهیونیستی رژیم په دی هڅه کې دی چی دا ډول فعالیتونه خپل ټول توان سره وټکوی؛ په داسی توګه چی تراوسه ۵۱ فلسطینیان د لاریونونو په ترڅ کې په شهادت رسولی چی په منځ کې یی شپږ کوچنیان وژل شوی او په زرهاوو هم ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfcmdyew6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته