دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 163590
جلال آباد کې مستوفیت باندی داعش برید ۱۲ تنه ملکي کسان وژلي
په ننګرهار ولایت کې پر مستوفیت باندی د داعش ډلې برید چی تر شپږ شاعتونو پوری دوام وکړ، د یکشنبې په ماښام په ۶:۳۰ بجو پای ته ورسید او نږدی ۱۲ تنه ملکي کسان پکی ووژل شو.
سیمه ایز چارواکې په دی اړه وایی،چې په برید کې د مستوفیت ۱۲ ملکي کارکوونکي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شول. په برید کې دغه راز ۳ افغان امنیتي ځواکونه هم ووژل شول.
د ننګرهار ولایتي ویاند، عطاالله خوږیاني، وویل چې ټول اته بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغه برید مسوولیت اخیستی. دغې ډلې پخوا هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پر ملکي ځایونو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.‌
د ملګرو ملتونو د سازمان د موندنو له مخې تیرکال د داعش په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ ملکي افغانان ووژل شول او تر ۶۰۰ ډیر ټپیان شول.‌
https://avapress.com/vdcjhtevyuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته