دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 163614
عبدالله: خلک او امنیتي ځواکونه مو
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنو کمیسیون یوه خپلواکه اداره ده او په چارو کې یې لاسوهنه او د فشار او ګواښونو له لارې استعفی ته د کمیشنرانو اړ کول ورته د منلو وړ نه ده.
ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ (مې ۱۴) د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله وویل، د رایې ورکوونکو د امنیت د خونديتوب لپاره د تذکرو پر کاپي باندې د نوم‌لیکنې د سټیکر لګولو په تړاو، د ټاکنو د کمیسیون څلورو کمیشنرانو مخالفت ښودلی، چې د هغوی د مخالفت پر بنسټ دغه پروسه عملي کیدلی نه شي.
د ښاغلي عبدالله پر وینا، د ټاکنو د کمیسیون په څلورو غړو فشار راوړل کیږي، چې له مخالفت لاس واخلي که نو استعفی ته به اړ شي.
اجرائیه رئیس دا و نه ویل، چې د ټاکنو د کمیسیون غړي د چا له خوا ګواښل شوي، خو زیاته یې کړه "د کمیسیون څلورو غړو په هغې مسودې کې چې تیره ورځ خپره شوه، خپل نظر ورکړی چې دا کار (د تذکرو پر کاپي باندې د سټیکرو لګول) له حقوقي او تخنیکي پلوه ممکن نه دی، کله چې ممکن نه دی پوښتنه ختمه ده. هیڅ بله پروسه دوام نه شي کولی او د افغانستان پر خلکو نه شي تحمیلیدلی".
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د امنیتي ګواښونو له امله د رایې ورکوونکو د تذکرو پر کاپي باندې د سټیکرو د لګولو پریکړه کړې، خو د دغه کمیسییون څلورو غړو، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، معاذالله دولتي او عبدالقادر قریشي یې مخالفت کړی او هغه یې د قانون خلاف بللی دی.
امنیتي وضعیت ته د اجرائیه رئیس تُند غبرګون
د افغانستان اجرائیه رئیس دغه راز وویل، چې د حکومت مشران او امنیتي چارواکي د ولسي پاڅون‌کوونکو ځواکونو له قُربانیانو څخه د ملاتړ په برخه کې او د هغوی د اړتیاو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
د ښاغلي عبدالله پر وینا، حکومت له هغو ولسي پاڅون‌کوونکو څخه، چې په یو شمیر ولایتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد جنګیدلي، په سمه توګه استفاده او ملاتړ نه دی کړی.
هغه په بغلان، کندز، فاریاب، بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وویل "په څو تیرو ورځو کې موږ د ملي امنیت شورا د یوې غونډې شاهدان نه وو، د اعلی سرقوماندانۍ د یوې غونډې شاهدان نه وو، په ورته وخت کې هره ورځ تلفات لرو، د افغانستان خلک قتل عام شول خپل امنیتي ځواکونه مو وژنې ته وړاندې کړي، دلته څوک مسؤل دی؟ راځئ خلکو ته ځواب ورکړو".
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو یو داسې پړاو ته رسیدلی، چې په تړاو به یې یو څرګند او ښکاره دریځ ونیسي.
ښاغلي عبدالله په داسې حال کې د امنیت د ټینګولو په برخه کې د افغان حکومت په پاتې راتلو نیوکې کړي، چې نوموړی په دغه حکومت کې نیمايي ونډه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqw9qtak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته