کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹۱۸میلیون افغانیو په ارزښت ۹قراردادونه منظور کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1397 ساعت 15:57

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.


د غونډې په پيل کې د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس الهام عمر هوتکي د امریکا د سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او اروپايي پرمختیايي بانک له خوا د دولتي تدارکاتو د موافقتنامو په اړه پنځه ورځني ورکشاپ کې د ملي تدارکاتو ادارې او د داوطلبانو اعتراضونو ته د رسیدګۍ کمېټې د پلاوي د ګډون راپور غونډې ته وړاندې کړ چې د سریلانکا په کولمبو ښار کې جوړ شوی وو.
وروسته د ملي تدارکاتو کمېسیون په اجنډا کې د شاملو ۹ قراردادونو د منظورۍ غوښتنه وارزول شوه او په پایله کې دغه ټولې پروژې د ۹۱۸ میلیونو زیاتو افغانیو په ارزښت منظور شوې چې په لاندې ډول دي:

د یادولو ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پروژې د ګټونکو شرکتونو د مالیاتو د تصفیې په شرط د کمېسیون له خوا رد شوې.
له بلې خوا د ملي تدارکاتو ادارې د انستیتوت جوړولو لپاره د مشورتي خدمتونو د قرارداد د تعدیل غوښتنه (د مودې تمدید او د بیې کموالی) هم  ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
همدارانګه د لغمان ولایت د مهترلام بابا د حلقوي سړک جوړولو او ساختمان پروژې د قرارداد د مودې د غځولو د منظورۍ غوښتنه او د کابل-جلال اباد لویې لارې د جوړولو او بیارغاونې پروژې په نیمګړي کاري سیمو کې د پاتې کار د بشپړولو لپاره د نیټې غځولو ”Descoped Section” قرارداد تعدیل، ملي تدرکاتو کمېسیون تائید کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کابل ـ جلال اباد سړک پاتې برخې ژر تر ژره داواطلبی ته وړاندې کړي او مالیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې د مالي موافقتنامې موضوع دې (د اسیایي پراختیایي بانک) پروژې له تمویل کوونکو سره وروستی کړي.
خود مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د عاجلو معلوماتو د مدیریت پروژې قرارداد ورکړې منظورۍ غوښتنه (Real Time Data Management) د ملي تدارکاتو کمېسیون ونه منله او پریکړه وشوه چې په دې قرارداد دې د آفر ورکوونکو څلورو شرکتونو ترمنځ مقیده سیالي وشي. د یادونې وړ ده چې  د دې قرارداد د سیالۍ مرحله د غوڅ ملاتړ بین المللي سیستیکا متخصصینو ارزولې وه او هغوی هم پرې د آفر ورکوونکو شرکتونو ترمنځ د مجددې مقیدې سیالۍ نظر ورکړی وو.
دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اقتصاد، ماليې او عدلیې وزارتونو سرپرستانو،د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.


د مطلب کود: 163636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163636/ملي-تدارکاتو-کمېسیون-د-۹۱۸میلیون-افغانیو-په-ارزښت-۹قراردادونه-منظور-کړل

آوا
  https://www.avapress.com