دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 163658
په درو ولایتونو کي افغان امنیتی ځواکونو عملیات کړي
ویل کیږی، په سرپل، بلخ، او کندوز ولایتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو د بریدونو له امله ۲۲ تنه د دولت مخالفین وژل شوي دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خپره شوې په  خبرپاڼه کی راغلی دی،  افغان امنیتی ځواکونو د ولید ۵ په نوم په پیل کړیو عملیاتو کی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینی زیاتوی، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۵ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په خبر پانه کی ویل شوی، چې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د برقوت په کلي، چې د افغان ځواکونو طالبانو تر منځ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینی وایی، د قندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ پر لویه لار بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو به عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcenx8zvjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته