کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لطیف پدرام: بدخشان خلګ به د زور په وړاندی ودرېږی

25 ثور 1397 ساعت 9:10

په داسی حال کې چی په هیواد کې د برښنایی تذکرو وېش پیل سره سره په ځینو برخو کې ځینو سیاسی کړیو کې اختلافات شته، په بدخشان ولایت کې ګڼ شمیر کسانو د برښنایی تذکرو ویښ لړۍ درولو باندی ټینګار کړي.


په هغه غونډه کې چی د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې جوړه شوې وو، په کې د بدخشان اوسېدونکو ترڅنګ په ملي شورا کې د بدخشان ولایت یو شمېر استازو هم ګډون کړي وو، په ولسي جرګه کې د بدخشان خلکو استازي ډاکټر لطیف پدرام په دی غونډه کې د وینا پر مهال حکومت ته ګواښ وکړ چې د بدخشانو خلکو به د زور پر وړاندې ودرېږي.
هغه زیاته کړه، چې خلک د جګړو او تاوتریخوالو ملاتړ نه دي او ټینګار یې وکړ که حکومت د قومي جوړ جاړیو او د زور له لارې د نورو قومونو د هویتونو د حذفولو هوډ لري نو دوی به اړ شي د جنګ د څرنګوالې په اړه غور وکړي.
نوموړی دا هم وویل، که حکومت د برښنایي تذکرو د وېش بهیر ونه دروي نو دوی به د یوخپلواک بدخشان د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د موجودو اختلافاتو سره سم د برښنایي تذکرو د وېش بهیر څو ورځې مخکې د ولسمشر اشرف غني له خوا پرانیستل شوه.
 


د مطلب کود: 163662

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163662/لطیف-پدرام-بدخشان-خلګ-د-زور-په-وړاندی-ودرېږی

آوا
  https://www.avapress.com