کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دانش: حکومتي بنسټونه فراه کې طالبانو نه دي نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1397 ساعت 11:37

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي چې پر فراه ولایت د طالب وسله والو برید په پایله کې ۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی


د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې د فراه ولایت په نښتو کې چې تېره شپه پیل شوې، شپږو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی، خو برید په شا تمبول شوی دی.
ده همداراز وویل چې تر اوسه پورې هېڅ یو امنیتي او دولتي بنسټ د طالبانو لاسته نه دی لوېدلی.
دی وايي چې اوسمهال د کندهار ولایت څخه د ۴۰۴ ځانګړي قطعات سیمې ته رسېدلي او د وسله‎والو بریدونه په شا تمبول شوي دي.
ښاغلي دانش وړاندې وايي:«خلکو ته ډاډ ورکوو چې فراه ولایت به طالبانو ته پر ګور بدل کړو.»
نوموړي همداراز د فراه د امنیت آمر، عبدالرزاق وژل کېدو راپورونه رد کړي او زیاتوي چې هغه یوازې برسېرن ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز څرګنده کړه چې دوی پر فراه ولایت د وسله‎والو طالبانو  برید په اړه مالومات درلودل او چمتووالی نیول شوی وه. او وړاندې یې وویل:«که مخکي له مخکي مالومات نه وی او موږ ورته چمتووالی نه درلودی، نو نن به دا ولایت زموږ په لاس کې نه وی.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شپې دوو بجو راهېسې د فراه ولایت مرکز ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالب وسله ‎والو ترمنځ نښتې پیل شوې چې تر سهاره یې دوام وکړ.


د مطلب کود: 163677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163677/دانش-حکومتي-بنسټونه-فراه-کې-طالبانو-نه-دي-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com