دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 163700
یاماموتو: د فساد پر ضد مبارزې ستراتېژي د افغانستان تعهد څرګندوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملکي استازي دفتر وايي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې نوې ستراتېژي او د اداري فساد د مخنیوي لپاره د بېلابېلو پلانونو عملي کېدل، له اداري فساد سره مبارزې ته د افغانستان تعهد څرګندوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي، تدامیچي یاماموتو نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملګري ملتونه په کلکه د افغانستان تر شا چې غواړي له اداري فساد سره مبارزه وکړي، ولاړ دي.
د یوناما راپور "نن د فساد پر ضد مبارزه، له ستراتېژۍ تر عمله" تر سرلیک لاندې خپور شو.
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د عدلي سیستم اصلاحات باید چټک شي او سپارښتنه کوي چې د فساد پر ضد د مبارزې لنډمهاله ستراتېژي محدود اغېز لري، نو له دې امله باید پر اوږدمهالې ستراتېژۍ کار وشي.
تدامیچي یاماموتو وړاندیز کړی چې د افغانستان حکومت دې د نویو اصلاحاتو او قوانینو د جوړولو لپاره کار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx1qsx2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته