دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 163740
د ارزګان په ولایت کی ۲۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
راپورونو په اساس په اروزګان کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ارزګان ولایت د چورې ولسوال امین الله خالقي نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه ویلی،  چې یاد نښته  پرون ددغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
هغوی وایي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې  دیرکسانو وسله والو طالبانو په دی ولسوالۍ په مرکزې په ځینو امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړ.
سرچینی زیاتوی، وسله والو طالبانو غوښتل یاد ولسوالي ونیسي، خو افغان امنیتی ځواکونو یې پر وړاندې له مخکې چمتوالي درلود او طالبان یې مات کړل.
هغوی څرګندوی، په دغه جګړه کې ۶ تنه افغان سرتېري او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز ۶ امنیتي سرتېري او ۱۱ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcgtw9qzak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته