دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 163759
کابل: د امریکایي چارواکو د ۵ کیلومټرو د سفر لګښت ۲۲۵۰ امریکایي ډالره
په داسې حال کې چې د کابل ښار په ګډون د هېواد د یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، د امریکا د بهرنیو چارواکو وزارت په کابل کې د امریکا سفارت او د کابل د هوایي ډګر ترمنځ د هلیکوپټرو په وسیله د امریکایي چارواکو د سفر لګښت پر لوړولو غور کوي.
د راپورونو له مخې، دا مهال امریکایي چارواکو د امریکا سفارت او کابل د هوایي ډګر ترمنځ په هلیکوپټرو کې د ۳ مایلونو یا ۴،۸ کیلومټرو سفر لپاره ۱۳۵۰ امریکایي ډالر ورکوي.
خو ټاکل شوې ده چې دغه لګښت د ۲۰۱۹ په میلادي کال کې دغه لګښت ۲،۲۵۰ ډالرو ته لوړ شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا د سیګار مشر جان سوپکو د بهرنیو چارو وزارت د دغه پرېکړه په اړه حیارانتیا ښودلې ده.
ښاغلي سوپکو وایي، د ۱،۸۵۰ ډالرو په لګښت سره یو کس کولی شي د اماراتو په شرکت کې د کابل او واشنګټن ترمنځ سفر وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnw9qyak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته