دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 163769
غني د کندز هوايي بمبارۍ له کبله بخښنه وغوښته
د کندز د دشت ارچې په هوایي برید کې د وژل شویو ملکي کسانو د کورنیو غړو له ولسمشر غني نه وغوښتل چې د پېښې له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.
د ارګ اعلامیه وايي ولسمشر محمد اشرف غني د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به د دا ډول پېښو مخه نیسي.
د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر غني له خولې لیکل شي "د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دادی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي."
ولسمشر غني د قربانیانو له کورنیوته دا هم وویل چې د" شهیدانو په نوم څلی او د سیمې دردېدلو خلکو ته جامع جومات" جوړوي.
ولسمشر غني پر طالبانو هم نیوکه وکړه چې د جګړې هېڅ ډول اصولوته درناوی نلري او په خبره يې په جوماتونو او ولسي ځایونو بریدونه کوي.
د کندز د دشت ارچي هوايي برید کور دننه او بهر پر افغان حکومت او ځواکونو کلکې نیوکې وپارولې. د ملګرو ملتونو سازمان تېره اونۍ راپور ورکړ چې په دغو بمباریو کې ۳۶ ولسي خلک وژل شوي چې ماشومان هم په کې شته.
د ارګ اعلامیه هم وايي چې د دشت ارچې په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې "ملکي وګړي، ماشومان او زده کوونکي شهیدان او ټپیان" شوي دي.
ارګ د دغو ادعاو د پلټلو لپاره یوه کميټه وټاکله چې تحقیقات وکړي، خو لا هم دغې کمېټې خپل راپور اعلان کړی نه دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په برید کې د طالبانو د کوټې د شورا د ځینو غړو په ګډون یو شمېر لوړ پوړي طالبان وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-xnzw23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته