کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: خاص ارزګان ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو محاصره کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 ثور 1397 ساعت 17:27

د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ چې د تېرو درېیو شپو را په‎دېخوا د وسله‌والو طالبانو تر محاصرې او بریدونو لاندې ده شېبه په شېبه وسله‎وال طالبان د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو قرارګاه ته نږدې کېږي.


په مشرانو جرګه کې د ارزګان استازی محمد حنیف حنیفي ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال یوازې د ولسوالۍ تعمیر، امنیه قومانداني او د ملي اردو یوه قرارګاه د دولت تر ولکې لاندې ده او نوره ټوله ولسوالۍ طالبانو نیولې.
د نوموړي په وینا که د حکومت له لوري بېړنی اقدام ونه‎شي ولسوالۍ سقوط کوي.

په ورته وخت کې بیا د ارزګان امنیتي مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
دفاع وزارت مني چې دغه ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، خو وايي دوی هڅه کوي څو وسله‎وال طالبان په شا کړي.
محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، څو ولسوالۍ له سقوطه وژغورل شي.
وسله‎والو طالبانو بیا تر اوسه په‎دې اړه رسنیو ته وروستي جزئیات نه‎دي ورکړي، خو تېره ورځ‌یې ویلي وو چې د دغې ولسوالۍ ډېری برخې د دوی لاس ته ورغلې دي.


د مطلب کود: 163776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163776/چارواکي-خاص-ارزګان-ولسوالۍ-وسله-والو-طالبانو-محاصره-کړې

آوا
  https://www.avapress.com