دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 163787
د اسلام نړۍ مرګونۍ چوپتیا کې د فلسطین انقلاب ږغ

 
فلسطین ځمکه یو ځل بیا وینو موجونه پر سر اخیستي. ددی وینی تویونې اصلی عامل، د دونالد ترامپ فاشیستی تصمیم دی چی د بین المللی حقوقی معاهداتو سربیره، په یو اړخیزه توګه تصمیم ونیوله او امریکا سفارت یی د تل آویو څخه بیت المقدس ته ولیږدوله او په دی شرم آوره اقدام کې، هغه پیړی معامله یا ( معامله قرن ) ونوموله. دا تصمیم په داسی حال کې اخیستل کیږی چی عرب او نور اسلامی سر سپارلی رژیمونه په ټول توان سره هڅه کوی چی اسرائیل ته نږدی شی او خپل رسمی اړیکې څخه پرده پورته کولو لپاره ددی غاصل او غیری مشروع رژیم سره اړیکو جوړولو لپاره ذهنیت سازی وکړی.
غزه د سه شنبه په ورځ د جنازه او خاوری ته سپارلو ورځ د دوو اخیرو میاشتو مرګوني ورځو څخه شروع کړ.
فلسطینیان د می میاشتی ۱۵ ورځ د نکبت ورځ بولی، یو ورځ وروسته ددی چی اسرائیل رژیم تشکیل په ۱۹۴۸ کې اعلان شو او په زرهاوو فلسطینیان خپل کورونو پریښودلو ته اړه شوه.
اسرائېل رژیم ویلی چی ځان د معترضانو هر ډول مقابله لپاره آماده کوی.
فلسطینیان په داسی حال کې چی د دوشنبه په ورځ خپل شهیدانو تدفین ته آماده کیږی وایی چی خپل اعتراض ته ادامه ورکوی.
په فلسطینی سیمو کې فلسطین آزادی غوښتونکې سازمان همدارنګه د فلسطینیانو کنترول لاندی ټولو سیمو کې اعتصاب او لاریون غوښتنه کړی.
غزه اوسیدونکو فلسطینیانو اعتراض د اسرائیل سره مرزونو کې چی د اوو اونیو مخکې د لوی لاریون په حیث جور شوی وو د سه شنبه په ورځ د ۶۰ څخه ډیر شهید او نږدی ۳ زره ټپیان پر ځای پریښوده.
اعراب او اسلامی هیوادونه پوهیږی چی اسراییل د امریکا ملاتړ نه بغیر، حتی یو ورځ هم خپل ژوند تیرولو باندی قادر نه دی. دا رژیم، د امریکا ملاتړ سیوری لاندی، خپل ۷۰ کاله غیری مشروع حیات د فلسطین مظلوم خلګو او اسلامی نړۍ پر سر تحمیل کړی او هره ورځ ددی حضور او حیات تحکیم لپاره، د فلسین خلګو وینی څخه تغذیه کوی.
د ترامپ سفارت په بیت المقدس کې، د عربه او اسلامی نړۍ سیمه ایزو رژیمونو چوپتیا په سیوری کې، د نړۍ ۳۳ هیوادونو نمایندګانو په حضور کې افتتاح شو؛ ددی پیښی لګښت د فلسطین مظلوم خلګو په لسګونه شهید او په زرهاوو ټپیان وو چی خپل پلارنۍ ځمکې ته بیرته ګرځیدو په مقصد، په خالی لاسونو مبارزی ته راغلی وو او په وړاندی یی اسراییل جنایتکاره رژیم، د هغوی ډبرو ځواب په جنګی مرمیو او هوایی بمباریو سره ورکړل.
دا پیښه په هغه نړۍ کې چی حقوق بشر او بین المللی نظم څخه خبری کوی او د هغه اتمی قدرتونه د سازمان ملل امنیت شورا کې، حضور لری، ډیر شرم آوره ده.
په دی منځ کې، دا یو لوی ننګ و عرب او په اصطلاع اسلامی دولتونو ته وو چی حتی د فرانسه تر اندازی پوری چی د صهیونیزم قسم خوړلی ملاتړ کوونکې دی، د اسراییل رژیم جنایتکارانه اقدام ونه غنده.
اسلامی هیوادونه په داسی حال کې چی پوهیږی چی امریکا او شخص دونالد ترمپ ددی فاجعه مسؤول دی، حتی خپل خارجه وزارتونو کې امریکا سفیرانو استجوابولو څخه ډډه وکړه ترڅو د هغوی ارباب، ونه زوریږی او د فلسطین مبارز ملت برخلیک هغوی لمن هم ونیسی.
د فلسطین خلګ خپل تاریخی انقلاب ته به د صهیونیستی دشمن ترماتې پوری به ادامه ورکړی او دا طبه شجره به د کوچنیانو او غیورو ځوانانو او مبارز ښځو په وینو باندی آبیاری کړی؛ خو د حقارت او ننګ داغ به د اسلام نړۍ بادی حاکم مزدور دولتونو پر تندیو باندی همداسی پاته شی چی د ترامپ احمقانه اقدام په وړاندی هیڅ اقدام ونه کړه او تر ابده پوری امریکایی استعمار لاندی باقی پاتیږی.
 
https://avapress.com/vdch6xnzq23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته