کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه په ولایت کی ۱۹۸ تنه وسله وال طالبانو وژل شوی

27 ثور 1397 ساعت 8:50

راپورونه وایی، د فراه ولایت په نښتو کی ۱۹۸ تنه وسله والو طالبان وژل شوی دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د فراه والي عبدالبصیر سالنګي، نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې یاد وسله والو په فراه ښار کې په بشپړ ډول تصفیه شوي دي.
هغوی زیاتوی، پرون لومړی شاوخوا ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو پر فراه ښار برید وکړ، وروسته همدومره نور ورسره یوځای شول.
ویل کیږی، په دغه حملو کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري،۱۰ پولیس او ۵ ملکیان وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت په دی اړه وایی  چې ۱۹۸ وسله وال وژل شوي خو والي وايي چې ۳۰۰ طالبان وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو مني چی د هغویی کسانو له فراه ښاره څخه وتلی او دوی تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 163789

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163789/د-فراه-په-ولایت-کی-۱۹۸-تنه-وسله-وال-طالبانو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com