دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 163799
د فراه په مرکز کې تیره شپه بیا سختې جګړې شوي
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه طالب وسله والو یوځل بیا د فراه په مرکز باندې د څو خواوو او د ښار په دننه کې د اوسیدانې له کورونو څخه بریدونه کړي، چې له امله یې هم افغان امنیتي ځواکونو او هم طالب وسله والو ته د سر زیان رسیدلی، خو دقیق شمیر یې لا څرګند نه دی.
د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جګړه شاوخوا یوولس بجو څخه د سهار تر پنځه بجو پورې په شدت روانه وه، خو له هغې وروسته د جګړې شدت کم شو.
د فراه ولایتي چارواکي وايي،یو شمیر وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ځانونه د اوسیدانې په کورونو کې پټ کړي وو، چې تیره شپه شاوخوا یوولس بجې یې د اوسیدانې له کورونو او لوړو ودانیو څخه د ښار په دننه کې پر امنیه قوماندانۍ، د فراه په محبس او درییمې حوزې بریدونه پیل کړل.
دغه چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تیره شپه د امنیه قوماندانۍ او محبس ته د ننوتلو لپاره درې ځانمرګي بریدونه هم کړي دي، خو افغان امنیتي ځواکونو ورسره مقاومت کړی او طالب وسله وال دغو ودانیو ته په ننوتلو نه دي بریالي شوي.
د فراه د ولایتي شورا د رئیس فرید بختور یو خپلوان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د ښاغلي بختور په کور هم برید کړی، خو هغه او د کورنۍ غړو ته یې زیان نه دی رسیدلی.
د سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ځمکنیو جګړو ترڅنګ د افغان هوایي ځواک هلیکوپټرو هم د فراه په ښار کې دننه الوتنې کولې او د وسله والو مخالفانو پر مرچلو یې بریدونه کول.
په دې جګړو کې ملکي وګړو ته د سر د زیان په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي، خو تراوسه دقیق شمیر یې څرګند نه دی.
طالبانو دا بریدونه په داسې حال کې کړي، چې د افغان ځواکونو اضافي سرتیري له وړاندې د فراه ښار ته رسیدلي او د دغه ښار په بیلابیلو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.
https://avapress.com/vdcaoen6o49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته