دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 163827
پاکستان نوښار کې پاکستانی ځواکونو باندی برید
د پاکستان په نوښار سیمه کې امنیتی ځواکونو پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی چی له امله یی لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په نوښار کې یوه امنیتي چارواکی ندیم بخاري رسنیو ته ویلي، چې د برید په ترڅ کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د مال روډ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه موټر په نښه کړی.
یو بل امنیتي سرچینه وایي، برید د پاکستان پوځ اړوند د ملېشو ځواکونو پر موټر شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د پيښې ټپیان پوځي روغتونون ته وړل شوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکي وایي ورته بریدونه د پاکستاني طالبانو اړوندو ډلو له خوا ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdcci1qsm2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته