کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان نوښار کې پاکستانی ځواکونو باندی برید

27 ثور 1397 ساعت 16:36

د پاکستان په نوښار سیمه کې امنیتی ځواکونو پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی چی له امله یی لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.



په نوښار کې یوه امنیتي چارواکی ندیم بخاري رسنیو ته ویلي، چې د برید په ترڅ کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د مال روډ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه موټر په نښه کړی.
یو بل امنیتي سرچینه وایي، برید د پاکستان پوځ اړوند د ملېشو ځواکونو پر موټر شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د پيښې ټپیان پوځي روغتونون ته وړل شوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکي وایي ورته بریدونه د پاکستاني طالبانو اړوندو ډلو له خوا ترسره کېږي.
 


د مطلب کود: 163827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163827/پاکستان-نوښار-کې-پاکستانی-ځواکونو-باندی-برید

آوا
  https://www.avapress.com